د هند کرېکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ په شپږم اور کې د کوربه لوبډلې سریلانکا په ماتولو سره د کرېکټ اسیايي جام وګاټه.
سریلانکا سیالې لوبډلې ته پنځوس منډې هدف ټاکلی و. هند دا هدف د ۲۶۳ بالونو په لرلو سره پوره کړ.
د اسیا کپ پایلوبه چې د سریلاکا په کولمبو کې کېدله، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله، خو په پنځلسم اور کې یې ټول لوبغاړي د ۵۰ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
هندۍ لوبډلې په خپلو لومړنیو دوو لوبغاړو او د ۲۶۳ بالونو په لرلو سره دا لوبه خپله کړه او په دې سره یې اتم ځل اسیا کپ وګاټه.
دې سیالۍ کې هندي لوبغاړي محمد سراج په یوه اور کې د سریلانکا څلور لوبغاړي وسوځول.
نوموړي په ۷ اورونو کې د ۲۱ منډو په ور کولو سره ټول اوه سریلانکايي لوبغاړي وسوځول او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی شو.
د سریلانکا لوبډلې په بې خونده توپوهنې سره اټکل دا و چې هند به په خورا اسانۍ دا لوبه وګټي.
سریلانکا تېر کال اسیا کپ ګټلی و او سږ کال یې د خپلې دې بریا دفاع کوله.
سریلانکا د سپټمبر پر ۱۴ پاکستان ته په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته وتلې وه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دې جام کې له سریلانکا او بنګله دېش سره سیالۍ درلودې او دواړه یې بایللې وې.
په سږني اسیا کپ کې شپږ لوبډلې افغانستان،هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا او نیپال سره ولوبېدل.
دا لوبې د اګسټ پر ۳۰ په پاکستان او سریلانکا کې پیل او نږدې ۱۸ ورځې وروسته نن پای ته ورسېدې.