تمه کېږي، چې تر راتلونکو ۸ ورځو به د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړی شکرالله قادري د پاکستاني لوبغاړي امیر حمزه پر وړاندې قفس ته ولاړ شي.
دغه لوبه به د اېم کې اېف سي سازمان په دویم پړاو سیالیو کې د وږي په ۳۱مه د جمعې په ورځ کابل کې ترسره شي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، اذربایجان او پاکستان لوبغاړي ګډون لري.
شکرالله قادري د څلورو بریاوو او دوو ماتو سره د ازادو مبارزو شپږ رسمي ریکارډه لري.
د هغه پاکستانی سیال امیر حمزه هم د څلورو بریاوو او یوې ماتې سره د اېم اېم ای پنځه ریکارډه لري.
قادري د غېږ نیونې په ملي لوبډلې او هوشارافو په فډراسیون کې غړیتوب لري. هغه تر دې وړاندې له افغانستانه بهر په اماتورو سیالیو کې ګډون کړی او په ۲۰۱۴ کال کې یې د هندوستان له ډیلي د سرو زرو مډال وګاټه.
د امیر حمزه په وړاندې د قادري مبارزه په ۶۱ کیلو ګرامه وزن کې ترسره کېږي. د تاپولوژي په سازمان کې د قادري وروستۍ لوبه د ۲۰۲۲ کال د جولای په اتمه وه.
د شکرالله قادري پرته د روان کال د وږي په ۳۱مه د افغانستان نور لوبغاړي هم د خپلو بهرنیو سیالانو پر وړاندې لوبېږي.
د دغه پړاو نورې سیالۍ:
له افغانستانه وسیم کوهبندي د ایراني حیدر دارستاني په وړاندې (٨٢ کیلوگرامه)
له افغانستانه حمید امیري د اذربایحان فواد ماسایف په وړاندې (٦٥ کیلوگرامه)
له افغانستانه حمزه حیدري د اذربایجان الهام اسرافیلوف په وړاندې (٦١ کیلوگرامه)
له افغانستانه عصمت الله عادل د ایراني عرفان حسیني په وړاندې (٧٠ کیلوگرامه)
د ایران داریوش قرباني د پاکستان راز محمد نورزي په وړاندې (٦٥ کیلوگرامه)
له افغانستانه نصرت الله لنگري د اذربایجان ترکان جوادوف په وړاندې (٥٦ کیلوگرامه)