د اسیا کپ اتلولیو جام د څلور غوره پړاو سیالیو پر مهال تېره ورځ د هند او پاکستان تر منځ لوبه د پرلپسې باران د اورښت له امله ۲۴،۱ اور کې ودرول شوه.
نن به لوبه بېرته له هماغه ځایه پیلیږي چې تېره ورځ درول شوې وه.
تیره ورځ لوبه هغه مهال ودرول شوه چي ویراټ کهولي او کیل راهول د هند لپاره توپ وهنه او شاداب خان د پاکستان له لوري توپ اچونه کوله.
د اسیا کپ له پیل تر اوسه پورې دا دوهم ځل دی چي د هند او پاکستان تر منخ لوبې د باران له امله اغیزمنېکيږي، خو د نن لوبې تر سره کیدو پر مهال هم د اورښت وړاندوینه شوي ده.
ويل کیږي، نن هم د لوبې د بشپړ پای ته رسیدو لپاره لږ چانس دی،ځکه چې د سریلانکا د هوا پیژندنې د معلوماتو له مخېله سهار راهیسې د یاد هیواد په پلازمېنه کولمبو کې باران اوري او د مازدیګر له څلورو بجو وروسته د سخت اورښت خبردارۍ ورکړل شوی.
تیره ورځ د باران له پیلیدو مخکې په ۲۴،۱ اورونو کې هند د دوه پیلیزو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۷ منډې جوړې کړې وې، لوبڅارانو شاوخوا څلور ساعته انتظار ورکړ چي پاتې لوبې ته تر باران وروسته دوام ورکړي، خو وروسته پریکړه وشوه چي د هند او پاکستان تر منځ پاتې لوبه به د دوشنبې په ورځ تر سره شي.
تیره ورځ روهیت شرما او شبمن ګیل د هند پیلیز توپ وهونکو ښه لوبه پیل کړه، او دواړه تر نیمه سلیزو جوړولو وروسته د پاکستان د تیز توپ اچونکي شاهین آفریدي او ارام توپ اچونکي شاداب خان له لوري وسوځول شوه.
تیره ورځ لوبه د وایراټ کهولي او کهیل راهول د توپ وهنې او شاداب خان د توپ اچونې پرمهال ودرول شوه، او نن به لوبه د ویراټ او راهول په توپ وهنه او د شاداب په توپ اچونه پیل شي.