جرمني اول ځل د باسکټبال نړۍوال جام وګاټه

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۹

د جرمني باسکټبال ملي لوبدلې په فلیپین کې د باسکټبال نړیوال جام په پایلوبه کې صربستان ته په ماتې ور کولو سره اول ځل نړیواله اتلولي وګټله.

پایلوبه کې د یکشنبې په ورځ جرمني ۸۳ او د صربستان ۷۷ امتیازونه وګټل.

تر دې مخکې جرمني د امریکا لوبډلې ته په نیمه پایلوبه کې په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته ځان رسولی و.

د دې اتلولیو په ډلبندۍ کې کاناډا هم د ۱۱۸ په مقابل کې په ۱۲۷ امتیازونو لرلرو سره امریکا ماته کړه او دریم مقام یې خپل کړ.

د ۲۰۲۳ کال په باسکټبال نړیوال جام کې امریکا څلورم او لیتوانیا پنځم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ سږ کال د فلیپین په مانیلا کې روانې وې او د ۳۲ هېوادونو ملي لوبډلو پکې ګډون درلود.

نور خبرونه

رادیو