د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړۍوال جام چې د دوه ورځني نندارتون لپاره افغانستان ته راوړل شوی، د افغانستان د کرېکټ بورډ لهخوا یوشمېر تاریخي ځایونو لکه دارالامان ماڼۍ، بابر بڼ، پغمان ولسوالۍ او بیا د مزارشریف د سخي په روضه کې نندارې ته وړاندې شو.
دغه جام به د نړۍوال جام تر پیله بېلابېلو هېوادونو ته ولېږدول شي.
د ۲۰۲۳ کال د پنځوس اوریزه کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ، چې د سیالیو له پیل مخکې په بېلابېلو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې کېږي، دوه ورځې وړاندې له متحده عربي اماراتو څخه کابل ته را ورسېد.
دا جام به د نړۍ په تاریخي او مشهورو ځایونو کې د هغو هېوادونو په کتار کې نندارې ته وړاندې شي، چې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړۍوال جام ته یې لار موندلې ده.
تراوسه د کرېکټ نړۍوال جام په اسټرالیا، هند، بحرین، کویټ، فرانسه، اېټالیا او په مشهورو تاریخي ځایونو لکه د هند په تاج محل او د فرانسې اېفل برج کې نندارې ته وړاندې شوی دی.