تر راتلونکې یوه ورځې به افغان لوبغاړی نصرت حقپرست د اسټرالیا په سیډني ښار کې د لینډون کوینز په وړاندې د یو اېف سي په ۲۹۳م پړاو کې د یوه امریکايي لوبغاړي چې په "یوازیني لېوه" مشهور دی، قفس ته ننوځي.
لینډن کوینز بیا ۹ریکارډونه لري، چې اوه یې ګټلي، یو یې بایلی او یو یې مساوي کړی.
دغه امریکایی لوبغاړی ۲۷ کلن او حق پرست ۲۸ کلن دی. د افغان لوبغاړي ونه ۱.۷۸ متره ده، چې د کوینز پرتله درې سانتي متره لوړه ده.
په یو اېف سي کې د کوینز وروستۍ لوبه د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲مه او د حقپرست وروستۍ لوبه د ۲۰۲۲ کال د سېپټمبر په درېیمه وه.
له یو کال څخه زیات وخت کېږي، چې نصرت حقپرست لوبه نه ده کړې او لامل یې هم د هغه د ځینو سیالیو لغوه کېدل دي. حقپرست په افغانستان کې زېږېدلی او کوینز د امریکا په فلوریډا کې زېږېدلی دی.
د توپولوژي سایټ د راپور له مخې، حقپرست چې د جرمني په هامبورګ کې اوسېږي، تر اوسه پورې یې د هرې لوبې لپاره ۱۲۵ زره ډالر عاید درلوده؛ خو د هغه د سیال د عاید اندازه معلومه نه ده.