د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلنو ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې په تاشکند کې د ازبکستان پر وړاندې لوبه وکړه او د ۱-۸ ګولونو سره یې ماتې وخوړه.
د دغې لوبې لومړۍ نیمايي ۱-۲ د ازبکستان په ګټه پای ته ورسېده او دغې لوبډلې په دویمه نیمايي کې شپږ ځله د افغانستان پر وړاندې ګول وواهه او درې امتیازونه یې ترلاسه کړل.
د ازبکستان له دغو ګولونو وروسته افغان روزونکو څو بدیلونه جوړ کړل؛ خو دغو بدیلونو هم کومه نتیجه ورنه کړه.
افغانستان د دغو لوبو په ټولو برخو کې کمزوری ښکاره شو.
د افغانستان بله لوبه د ایران پر وړاندې درې ورځې وروسته (د سپټمبر په ۹مه) د کابل په وخت د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو ده او د دغې دلې وروستۍ لوبه بیا د سېپټمبر په ۱۲مه د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو له هانګ کانګ سره ده.