په اروپا کې د کوپرنیک څارونکې ډلې اعلان وکړ، چې د نړۍ تر ټولو د تودوخې لوړه درجه د روان کال د دوبي په درېیو میاشتو کې اندازه شوې او د دې شونتیا شته، چې ۲۰۲۳ کال به د بشر په تاریخ کې تر ټولو ګرم کال وي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي و، چې اقلیمي سقوط پیل شوی دی.
کوپرنیک چې د نړۍ د تودوخې او د چاپېریال د بدلونونو څارنه کوي، د چهارشنبې په ورځ د وږي په پنځلسمه یې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال په جون، جولای او اګست میاشتو کې د ځمکې په شمالي نیمه وچه کې، د نړۍ منځنۍ تودوخه ۱۶/۷۷ درجې سانتي ګراده وه.
د نړۍ ډېری نفوس په شمالي نیمه کوره کې ژوند کوي؛ خو په سویلي نیمه کوره کې چې ژمی یې تېر کړ د نړۍوالې تودوخې ریکارډ مات شو.
په دې دوبي کې په شمالي نیمه کوره کې د ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۲۰ کلونو پورې د هوا منځنۍ تودوخه ۰/۶۶ درجې سانتي ګراډه وه، کوم چې مخکې د بشري فعالیتونو له امله د نړۍوالې تودوخې د منځنۍ نړۍ د تودوخې له زیاتوالي سره مخ وو.
د کوپرنیک په سازمان کې د اقلیم د بدلون مرستیالې سامانتا برګس د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "د سمندرونو د کچې تودوخې ته په پام احتمال شته، چې ۲۰۲۳ کال به د انسانانو لپاره تر ټولو ګرم کال وي."
اغلې برګس زیاته کړه: "وروستۍ درې میاشتې چې موږ تجربه کړې، په تېرو یو سلو شلو زرو کلونو ته ورته تر ټولو ګرمه دوره ده."
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په یوې خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس لهخوا خپره شوې وویل: " اقلیمي سقوط پیل شوی دی."
هغه یادونه وکړه، چې څنګه "ساینس پوهانو له اوږدې مودې راهیسې د فوسیل سونګ توکو باندې زموږ د انحصار د پایلو په اړه خبرداری ورکړی."
په وروستیو کلونو کې په اسیا، اروپا او شمالي امریکا کې د تودوخې څپې، وچکالۍ، سېلابونه او اورونه په اغېزناک او بې ساري ډول را منځته شوي، چې د انسانانو ژوند یې اخیستی او اقتصادي چاپېریال یې زیانمن کړی دی.