افغان کرېکټ بورډ: د افغانستان او سریلانکا تر منځ د پرونۍ لوبې د سناریو څېړنه کوو

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۵

د افغانستان د کرېکت بورډ ویاند سید نسیم سادات پر خپلې اېکس شبکې یا پخواني ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په اسیا کپ سیالیو کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د پرونۍ لوبې د سناریو په اړه څیړنې کوي.

نوموړي د افغانستان او سریلانکا تر منځ لوبه چې د یوې سناریو له مخې د سریلانکا په ګټه تمامه شوه لیکلي:« د افغانستان او سریلانکا ترمنځ پرونۍ لوبې د وروستۍ سناریو څېړنه کوو او په دې اړوند مو د کرېکټ اسیايي شورا ته د یوه برېښنالیک له لارې په رسمې بڼه خپل شکایت ثبت کړی او له هغوی غواړو، چې د افغانستان کرېکټ بورډ ته وضاحت ورکړي.»

نوموړی وايي، د افغانستان لوبډلې ته نیمګړي معلومات ورکړل شوي وو، چې افغانستان ملي لوبډله باید د سریلانکا له لوري ټاکلی هدف په ۳۷،۱ اورونو کې پوره کړي، په داسې حال کې کله چې د سیالۍ ۳۷م اور پای ته رسیږي، د تبصره کوونکو له لورې بل پړاو ته د تګ لپاره نوي اصول وړاندې کېږي.
د کرېکټ بورډ ویاند وايي، د کرېکټ د اسیايي شورا څخه یې د قضیې د څېړنې غوښتنه کړې او همدارنګه ناغیړي کوونکو ته د مجازاتو غوښتنه کوي.
د کرېکت بورډ ویاند زیاتوي، که د تېرې شپې په لوبه کې د افغانستان د کرېکت بورډ مسوولینو له لوري هم ناغیړي شوي وي هغوی به هم د استثنا پرته مجازات کړي.

تېره شپه په اسیا کپ سیالیو ګروپې پړوا کې د افغانستان وروستۍ لوبه وه، چې د بریا په څو قدمۍ کې یې سریلانکا ته وبایلوده.
د کرېکټ مبصرینو افغان کرېکټ لوبډله وستایله او ویې ویل، چې افغان لوبډلې په اسیا کپ سیالیو کې د څلور غوره پړاو ته د تګ لپاره سخته مبارزه وکړه.

نور خبرونه

رادیو