افغانستان د کرېکت اسیا کپ سیالیو په دوام نن سه شنبه په ورستي ګروپي پړاو کې د سریلانکا سره د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.
دغه دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت دوه بجې، د لاهور په قذافي لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې د بریا بخت وازمایي.
د اسیا کپ په ګروپي لوبو کې به دا د افغانستان وروستۍ لوبه وي، ځکه افغانستان خپله لومړۍ لوبه د یک شنبې په ورځ بنګله دېش ته بایللې وه.
سریلانکا د اسیا جام د تېر پړاو اتله لوبډله ده او روان کال یې یوولس یو ورځنۍ لوبې سر پر سر ګتلي دي؛ خو د افغانستان ملي لوبډلې بیا خپلې پنځه یو ورځنۍ لوبې سر پر سر بایللې دي.
د کرېکټ مبصرین وايي، که افغانستان په لوړ توپیر یاده لوبه له سریلانکا وګټي، نو د دې امکان شته چې افغان لوبډله به په اسیا کپ سیالیو کې د څلور غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړي.
د افغانستان او سریلانکا تر منځ د لوبې د وړاندوینې او د افغانستان د بریا په اړه د کرېکت اېنفو د تبصرې له مخې، که افغانستان په ننۍ لوبه کې ۲۷۵ منډې جوړې کړای شي او د سریلانکا لوبډلې ته د ۶۵ منډو په توپیر ماتې ورکړي، یا که برعکس افغان لوبډله هدف پوره کوي باید په ۳۵ اورونو یا تر هغه مخکې د سریلانکا له لوري ټاکل شوی هدف پوره کړي. په دې ترتیب د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته د افغان لوبډلې د تګ امکان شته؛ خو دا به د افغان لوبډلې لپاره خورا ستونزمنه وي.
افغانستان او سریلانکا تر دې مهاله په لس یو ورځینو لوبو کې مخامخ شوي، چې له دې لوبو شپږ سریلانکا ګټلې او درې افغانستان او یوه لوبه بې پایلې پاتې شوې وه.
په اسیا کپ سیالیو کې د افغانستان او سریلانکا لوبډلو تر منځ ننۍ ورستۍ ګروپې لوبه ده، تر دې وروسته به د څلورو غوره لوبډلو تر منځ د اتلولۍ د پړاو لپاره لوبې پیل شي.
په دغو سیالیو کې د الف ګروپ څخه پاکستان او هند د څلور لوبډلو غوره پړاو ته لار موندلې ده.
د اسیا کپ دغه سیالۍ د پاکستان او سریلانکا په کوربهتوب ترسره کېږي؛ خو د پاکستان په لاهور ښار کې په قذافي لوبغالي کې د بنګله دېش او افغانستان تر منځ د تېرې یکشنبې په ورځ د لوبي پر مهال افغانانو لوبغالي ته د ورتګ پر مهال د پاکستان څخه سخت شکایت لاره.
سرچینې وايي، چې د افغانستان او بنګله دېش د لوبې لیدو د عادي ټکټونو بیه ۷۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ وه؛ خو پر سلګونو افغانانو تکراري ټکټونه په لوړه بیه پلورل شوي وه او هغوی د قذافي لوبغالي ته له نه پرېښودو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.