یو افغان کډوال افریقایي ځوانانو ته د فرانسوي سوک‌وهنې روزنه ورکوي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۴

د افغانستان د ساواتې ملي لوبډلې پخوانی غړی امیدالله علي‌زاده چې له پنځو کلونو راهیسې په کېنیا کې د کډوال په توګه ژوند کوي، د کاکوما په کمپ کې یو شمېر ځوانانو ته د فرانسوي سوک‌وهنې (ساواته) روزنه ورکوي.

د بي بي سي د راپور له مخې، دغه ۲۶ کلن لوبغاړی چې اوسمهال روزونکی دی، غواړي نړۍوالو سیالیو ته لار پیدا کړي.

علي‌زاده چې په افغانستان کې د ټکواندو او ساواتې په برخه کې کار کړی، اوس ځوانو افریقایي ځوانانو ته د ساواتې د جګړه‌ییزې رشتې د تخنیکونو د زده‌کړې پرمهال دوی ته د سختو شرایطو او لږو خوړو سره له خپل وزن څخه د ډېر وزن لرونکو کسانو سره دا چې څنګه سوک‌وهنه وکړي، روزنه ورکوي.

نوموړی چې په یوه لوی لوبغالي کې د بېلابېلو عمرونو شل زده‌کوونکي لري، له مناسبو تجهیزاتو پرته د دغې برخې مینه‌والو ته په توده هوا کې د ساواتې لوبو روزنه ورکوي.

علي‌زاده چې د افغانستان د ساواتې لوبو یو له اتلانو څخه و، د نورو لوبغاړو په څېر یې د بېلابېلو لاملونو له امله هېواد پرېښی.

نوموړي په کېنیا کې د ډېرو ستونزو په ګاللو د کډوالو په کمپ کې د ساواتې کلپ د جوړولو اجازه ترلاسه کړه او اوس هلته په رسمي ډول فعالیت کوي.

امیدالله علي‌زاده ته بلنه ورکړل شوې، چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د نړۍ د رزمي لوبو په هغو سیالیو کې برخه واخلي چې په سعودي عربستان کې ترسره کېږي؛ خو په دغو سیالیو کې د سفر د اسنادو د ستونزو له امله د علي‌زاده ګډون ستونزمن ښکاري.

نور خبرونه

رادیو