د پانامې د فوټبال د ملي لوبډلې یو لوبغاړی په ډزو وژل شوی

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۴

د پانامې د فوټبال د ملي لوبډلې ۲۶ کلن ستوری ژېلبرټو هرنانډېز د کولن په ساحلي ښار کې د دوو کسانو ترمنځ د ناڅرګنده ډزو په پایله کې ووژل شو.

هغه سږکال د پانامې ملي لوبډلې ته بلل شوی و او ټاکل شوې وه، چې د اتلټیکو اېنډېپنډنټ ټیم کې ولوبیږي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، سړک ته مخامخ له یوې ودانۍ د دوو وسله‌والو د ډزو پر مهال دغه لوبغاړی په ډزو کې ومړ.

نور خبرونه

رادیو