د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي فرید بشارت پرون د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د یو اېف سي سازمان په سیالیو کې خپل برازیلی سیال کلایډوسن روډریګز مات کړ.
بشارت د یوه ځانګړي حرکت، سبمیشن، په کولو سره خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه.
فرید بشارت څلورم افغان لوبغاړی دی چې د يو ایف سي قرارداد یې ترلاسه کړی دی.
دغه افغان لوبغاړی چې دا مهال په بریتانیا کې ژوند کوي، یوولس مسلکي لوبې یې کړې او ټولې یې ګټلې دي.
برازیلي کلایډوسن روډریګز بیا تر اوسه اته بریالۍ او دوه بایللې لوبې په خپل ریکارډ کې لري.