د اسیا جام سیالۍ: د افغانستان د هاکي ملي لوبډلې خپلې دویمې سیالۍ کې له هانک ګانګه ماتې وخوړه.
د افغانستان د هاکي ملي لوبډلې د اسیايي جام دویمې سیالۍ او نړۍوال جام ته د لار موندنې په لړ کې په خپلې دویمې لوبه کې د ۷-۱۲ امتیازونو ماتې وخوړه.
دغې لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې هم د ۳-۱۹ له قزاقستانه ماتې خوړلې وه.
دغه سیالۍ د پنځو ورځو لپاره، د عمان په کوربهتوب ترسره کېږي.
افغانستان د دغې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۴-۸ ماتې وخوړه؛ خو په دویمه پاڼۍ کې هم ونه چې لوبې ته راوګرځي، چې په پایله کې د ۷-۱۲ له هانک کانګه ماتې وخوړه.
د دغې ډلې د جدول په ډلبندۍ کې، د ایران د هاکي لوبډلې درې لوبې کړې، درې امتیازه یې ترلاسه کړي او په نوملړ کې لومړی ځای ځایګی لري، د قزاقستان لوبډلې درې لوبې کړي او شپږ امتیازه لري او په نوملړ کې دویم ځای لري، د هانک کانګ لوبډلې دوه لوبې کړي، درې امتیازه لري او په نوملړ کې درېیم ځای لري او اندونیزیا له افغانستان سره دوې لوبې کړي، کوم امتیاز نه لري او په نوملړ کې څلورم او پنځم ځای لري.
د اسیایي هېوادونو د هاکي ملي لوبډلې د عمان په صلاصه ښار کې راټولې شوې، چې د اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړي او نړۍوال جام ته د لارموندو لپاره د یو بل سره سیالي وکړي.
د افغانستان، هانک کانګ، اندونیزیا، ایران او قزاقستان لوبډلې په یوې ډلې او بنګه دېش، هندوستان، جاپان، مالیزیا، عمان او پاکستان په بله ډله کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
د افغانستان د ډله ییزې سیالۍ په پړاو کې
افغانستان – ایران (پنجشنبه، د وږي ۹مه)
افغانستان – اندونیزیا (پنجشنبه، د وږي ۹مه)