د استقلال د فوټبال لوبډلې د بغلان ولایت د فوټبال لیګ اتلولي وګټله

AP ۱۴۰۲ وږی ۸

د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ ۴میاشتې وړاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې د ۶۶ لوبو وروسته د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
استقلال د عمر فاروق لوبډلې پر وړاندې د ۲۴ امتیازونو په درلودلو د لوبې د قانون له مخې اتلولي وګټله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اعلان له مخې، د استقلال او عمر فاروق دواړو لوبډلو ۲۴ امتیازونه درلودل، چې د لوبې د مخامخ قانون له مخې، استقلال لوبډلې لومړی مقام وګاټه.


د دغو سیالیو په وروستیو شېبو کې د ارمان د فوټبال لوبډله د اخلاق جام، له استقلال لوبډلې شفیق الله نوري او سمیع الله د دغو سیالیو غوره لوبغاړی او غوره ګول ساتونکي شول.

نور خبرونه

رادیو