د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۷کسیز نوملړ اعلان کړ

AP ۱۴۰۲ وږی ۶

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه د پاکستان په ملتان ښار کې پیل شي، چې د راتلونکې سېپټمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د پاکستان او سریلانکا هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې روانې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ښاغلي اسدالله خان د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ۱۷کسیز نوملړ اعلان کړ، چې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل وېکېټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نور احمد، محمد سلیم ساپی او فضل الحق فاروقي په کې شامل دي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به د اسیا جام سیالیو په لړ کې، خپله لومړنۍ لوبه د راتلونکې سېپټمبر میاشتې په درېیمه نېټه د بنګله دېش او دویمه لوبه د همدې میاشتې په پنځمه نېټه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي، چې دواړه سیالۍ به د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو