د سولې او دوستۍ جام؛ افغان کراټه کوونکو له ایران او پاکستانه د دغه جام اتلولي خپله کړه

AP ۱۴۰۲ وږی ۳

د سولې او دوستۍ د جام په نامه د کراټې د لومړي پړاو سیالۍ د افغانستان، ایران او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ په ایران کې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې افغانستان درې د سرو زرو او دوه د برونزو مډالونو په ګټلو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

ایران بیا دوه د سرو زرو، درې د سپينو زرو او د درېیو برونز مډالونو په ګټلو دویم مقام او پاکستان دوه د سپينو زرو او درې د برونزو مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړی دی.


دغه لوبې د ایران د بلوچستان په سیستان کې ترسره شوې او د افغانستان سید ابوالفضل حسیني د ۶۰ کېلو ګرامه وزن په لرلو، نجیب الله جعفري د منفي ۷۵ مېلو ګرامه او محمد احسان امین فضلي د مثبت ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې د سرو زرو مډالونه وګټل.

سدیس احمدي د ٥٥ کیلوګرامه او خیرالله وادي د منفي ٧٠ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډالونه ګټلي دي.

نور خبرونه

رادیو