د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلې د اسيا په کافا سیالیو کې ایران ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۲ وږی ۲

د منځنۍ اسيا یا کافا د فوټبال سیالیو په لړ کې د افغانستان د ١٧ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د دوه پر یو ګول سره ايران ته ماتې ورکړه.
د افغانستان لوبډلې دواړه ګولونه په ډله ییزه همکارۍ وکړل.

د افغانستان لپاره سهیل سروري په لومړۍ نیمايي کې او نويد محبوبي په دویمه نیمايي کې ګولونه ووهل.
دواړه لوبډلې په ټول حاکمیت سره لوبغالي ته راغلې وې، ترڅو د دغو لوبو درې امتیازونه ترلاسه کړي.
ایران خپله لومړۍ لوبه ازبکستان ته بایللې وه او دا ځل ګټلو ته یې سخته اړتیا درلوده.
افغانستان چې په لومړۍ لوبه کې د قرغزستان په وړاندې ښه لوبه لرله او ګټلې یې هم وه، په دویمه لوبه کې یې له تاجکستان ماتې وخوړه، خو په دې لوبه کې په خپل ټول ځواک سره د لوبې ډګر ته حاضر شو چې ایران ته ماتې ورکړي.
افغان لوبډلې لومړی ګول په لومړۍ نیمايي کې د ایران د دفاعي کرښې له مرکز څخه د سهیل سروري په ښه پاس ترسره کړ چې لوبه یو صفر شوه.
د دویمې نیمايي په پیل او په ۴۶مه دقیقه کې نوید محبوبي دویم ګول وواهه او ایران ته یې دوه پر یو ماتې ورکړه.
د لوبې په لړ کې ایران هم یو ګول وواهه؛ خو د لوبې تر پایه بیا ورته د ګول وهلو چانس برابر نه شو.
په دې بریا سره د افغانستان لوبډلې شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او اوس د ازبکستان له لوبډلې سره چې راتلونکې یکشنبې به سره لوبیږي، چمتوالی نیسي ځکه د ازبکستان لوبډله تر هغه وخته پورې له تاجکستان سره لوبیږي.
د دغې لوبې په پای کې سهیل سروري چې د ایران په وړاندې یې د افغانستان لومړی ګول وواهه، د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نور خبرونه

رادیو