د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن یوه ورځنۍ لوبې پیلیږي

AP ۱۴۰۲ زمری ۳۱

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ نن سه شنبه د یوه ورځنیو لوبو، لوب لړۍ پیلیږي.

د یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ د افغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکت بورډ وايي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لومړنۍ لوبه نن سه شنبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین دوه بجې پیلیږي او لوبغالي ته په ورتګ له نندارچیانو فیس نه اخیستل کېږي.»


د افغانستان په کوربه توب د دغو درې یو ورځنیو سیالیو جام تېره ورځ د افغانستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شاهدي او د پاکستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر بابر اعظم له لوري نندارې ته وړاندې شو.

د افغانستان کرېکت بورډ وايي، یاد جام ډېر په زړه پورې دی او درې ډوله توکي په کې کارول شوي دي.

د جام تنه د هلمند ولایت له قیمتي روخام ډبرې څخه جوړه شوې، د جام له پاسه د کرېکټ توپ له افغاني لاجوردو او د جام لاندینۍ برخه د کونړ له مشهور لرګي څخه جوړه شوې ده.

ګڼ افغانان د افغانستان له قیمتي ډبرو جوړ شوي جام ستاینه کوي، له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوي چې تل په دغسې نړیوالو دریځونو کې د افغانستان طبیعي محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان او پاکستان د کرېکت لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله د یو ورځنیو لوبو هیڅ لوب لړۍ نه ده شوې؛ خو یادې لوبډلې څلور ځله په یو ورځینیو لوبو کې سره مخامخ شوي، چې څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د یوه ورځنیو لوبو دغه سیالۍ پر داسې مهال ترسره کېږي، چې د روانې اګسټ میاشت پر ۳۰ مه نېټه د پاکستان په کوربه توب د اسیا جام لوبې هم پیلیږي.

نور خبرونه

رادیو