ذبیح الله شهزاد د ټکوانډو نړۍوال فیسټیوال کې د سرو زرو مډال خپل کړ

AP ۱۴۰۲ زمری ۳۱

د سختو توکو یا پاور برېکېنګ په برخه کې د ټکوانډو نړۍوال فیسټیوال د سویلي کوریا په ګنګواڼ ښار کې ترسره شو.

افغان لوبغاړي ذبیح الله شهزاد چې په دغې سیالۍ کې برخه اخیستې وه، وتوانید چې د ۱۲ کانکریټي تختو په ماتولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.

د منفي ۹۰ کیلو ګرامه او د سختو توکو د ماتولو په سیالیو کې د شهزاد اصلي سیال د کوریا د ملي لوبډلې هغه لوبغاړی و، چې د نړۍ څو ځلې اتلولي یې خپله کړې وه.

په دې برخه کې یوولسو لوبغاړو برخه اخیستې وه او شهزاد وتوانید چې دولس کانکریټي تختې ماتې کړي، په داسې حال کې چې کوریایي سیال یې یوولس تختې ماتې کړې.

د افغانستان ۳۲ کلن لوبغاړی او د ورزشي لوبو خبریال ذبیح الله شهزاد چې د کابل د ټکواندو په سیالیو کې د اتلولۍ او نایب اتلولۍ مخینه لري، د ملي لوبډلې غړی هم پاتې شوی دی.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:« په دې فیسټیوال کې سیالي کول زما لپاره یو خوب و، چې رېښتیا شو او زه خوښ یم، چې له غوره نړۍوال لوبغاړي سره مې خپل بخت وازمایه او مډال مې ترلاسه کړ.»

د ښاغلي شهزاد په وینا:« دا مډال له نوولسو کلونو وروسته افغانستان ته راوړل شوی او د افغانستان خلکو ته یې وړاندې کوم.»

تر ده وړاندې بکتاش راسخ په ۲۰۰۴ کال کې د ټکواندو په نړۍوال فیسټیوال کې د سختو توکو په ماتولو کې د افغانستان لپاره مډال ګټلی و.

نور خبرونه

رادیو