اسپانیا د انګلنډ په ماتولو سره اول ځل د ښځو نړیوال جام اتلولي وګټله

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۹

د اسپانیا د ښځو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام په ګټلو سره تاریخ جوړ کړ.

دې لوبډلې د یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې د انګلنډ ملي لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ور کولو سره اول ځل دا نړیواله اتلولي وګټله.

د اسپانیا او انګلنډ دا سیالي د اسټرالیا په سیډني لوبغاړي کې تر سره شوه. لوبډلمشرې اولګا کارمونه د لوبې د لومړۍ نیمايي په ۲۹ دقیقه کې ګول وکړ.

تر اخره دواړو لوبډلو د بل ګول هڅه وکړه، خو څه یې ترلاسه نه کړل او اسپانیا اتلولي خپله کړه.

د سږني نړیوال جام دویم مقام انګلنډ او دریم ځای هم سوېډن خپل کړ.

د ښځو د فوټبال جام تر پایلوبې وروسته د اسپانیا لوبغاړې ای تانا بونماتي د سیالیو د غوره لوبغاړې طلايي توپ او د انګلنډ ګولساتې مري ارپس د غوره ګولساتې جایزه وګټله.

د اسپانیا نولس کلنه لوبغاړې سلما پارالولو چې د دې سیالیو حساسو پړاوونو کې یې ګولونه کړي وو، تر ټولو بهترینه ځوانه لوبغاړې غوره شوه.

اسپانیا پایلوبې ته د رسېدو پړاو کې سویس، هالنډ او سوېډن مات کړي وو او د انګلنډ لوبډلې هم دغه پړاو کې نایجیریا، کلمبیا او اسټرالیا له خپلې مخې لرې کړې وې.

د انګلنډ د ښځو ملي لوبډله هم څلور کاله وروسته پایلوبې ته وتلې وه او که دا سیالي یې ګټلی نو تاریخ کې به یې اول ځل نړیوال جام خپلاوه.

د ۲۰۲۳ کال د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اول ځل ۳۲ لوبډلو ګډون درلود. د اسټرالیا او نوي زیلنډ په کوربتوب دې سیالیو کې د پایلوبې په ګډون۶۴سیالۍ وشوې.

نور خبرونه

رادیو