د تکواندو نړیوال فسټیوال؛ افغان لوبغاړی محسن رضايي اتل او د سرو زرو مډال یې خپل کړ

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۸

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي محسن رضايي په کوریا کې د تکواندو د نړیوال فسټیوال پایلوبه وګټله.

نوموړي د کډوالو نړیوال فدراسیون د لوبډلې لوبغاړي مهدي خاوري ته په ۵۸ کیلو ګرامه وزن کې ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتل شو.

رضايي د تکواندو د نړیوال فسټیوال په نیمه پایلوبه کې د جنوبي کوریا«جون ون جینوګ» ته په ماتې ور کولو سره د سپینو زرو مډال ګټلی و.

نوموړي د پاکستان لوبغاړي شاه زېب خان ته هم ماتې ور کړې وه.

نور خبرونه

رادیو