د افغانستان د ټکواندو ملي لوبغاړي به نن د ټکواندو په نړۍ وال فسټیوال کې له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.
دغه سیالۍ به د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د وږي میاشتې تر ۲مې نېټې پورې د ۷ ورځو له پاره د سویلي کوریا په ګانګوان ښار کې ترسره شي.
په دغو سیالیو کې له افغانستانه د ټکواندو اته لوبغاړو کډون کړی دی.
پرون د لوبغاړو د وزن مراسم ترسره شول. د سیالۍ د رسمي وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، تمه کېږي چې په دغه فیسټیوال کې به سږکال د ۶۰ هېوادونو څخه ۱۵ زره لوبغاړي، روزونکي او نندارچیان ګډون وکړي.
په دغه فیسټیوال کې به د ټکواندو سیالۍ ، ساحلي ټکواندو سیالۍ، ډله ییزې ټکواندو سیالۍ او د پاراټکواندو سیالیو په برخو کې ترسره شي.
تر دې دمه د درېیو افغان ټکواندو لوبغاړو د سیالیو پچه اچونه اعلان شوې ده. نن به د ۶۳ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د افغانستان بېژن صدرزاده په لومړۍ لوبه کې د قزاقستان له یردوس یورالبکوف سره سیالي وکړي.
همدارنکه په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې د ټکواندو افغان لوبغاړی رامش حسیني ته په لومړي پړاو پچه اچونه کې استراحت ورکړل شوی او په راتلونکې پړاو کې به دغه لوبغاړی د سوریې له محمد خیرالله او د قزاقستان له الدار بیرمبای سره سیالي وکړي.
په همدې وزن کې به د افغانستان د ټکواندو د ملي لوبډلې بل لوبغاړی امید سهاک چې په لومړي پړاو کې پاتې کېږي، په دويم پړاو کې به د دغو سیالیو له ګټونکي د سویلي کوریا د جین سو چوی او د سوریې له اغیاد عبدالعال سره سیالي وکړي.