علي اکبر امیري د سویلي کوریا د جي۲ نړیوالو ازادو سیالیو د سرو زرو مډال خپل کړ

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۱

د هېواد د ټېکواندو ملي لوبډلې غړي امیري د سویلي کوریا د جي۲ نړیوالو ازادو سیالیو د سرو زرو لومړنی تاریخي مډال ګټلی.
‏امین امیني ددغو سیالیو یو بل ګډونوال دی، چې په پرله پسې توګه يې خپلو جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومینده.

د ټېکواندو دغه سیالۍ د سویلي کوریا په چون چان ښار کې روانې دي او د ۶۰ هېوادونو ۵۲۳ ټېکواندوکارانو په کې برخه اخیستې ده.

‏بل خوا د المپيک ملي کمېټې بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبغاړو په تېر يوه کال کې ۴۹ بهرنیو سياليو کې ګډون کړی چې په پايله کې يې افغان لوبغاړو ۲ د سرو زرو، ۱۰ د سپينو زرو او ۱۰ د برونزو مډالونه ګټلي دي.

نور خبرونه

رادیو