د افغانستان کرېکټ بورډ: په کابل او ولایتونو کې تر ۳۰ شخصي اکاډمۍ فعالیت کوي

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۰

د افغانستان د کورني کرېکټ مسوولان وايي، په دغه هېواد کې د کرېکټ تر ۳۰ خصوصي اکاډمۍ جوړې شوې چې د دې لوبې پر وده سربېره ډېرو لوبغاړو او خلکو ته هم پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

وروستۍ یې نږدې درې اونۍ وړاندې د روزګان په ترینکوټ کې یوه پانګوال نقیب الله زاهد د نږدې څلور لکه افغانیو په لګښت جوړه کړه.

د کورني کرېکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی وايي، څومره چې اکاډمۍ ډېریږي هومره به کرېکټ ورسره ډېریږي او وړ لوبغاړي به زیاتېږي.

د کورني کرېکټ روزونکی سیدالرحمن احمدزی دا اکاډمۍ د مسلکي کرېکټ د ودې لپاره مهمې بولي او زیاتوي چې دلته یو لوبغاړی مسلکي او بنسټیز کرېکټ زده کوي.

د هغه په خبره په افغانستان کې تر اتو لکو کرېکټ لوبغاړي شته، خو اکاډمۍ کمې دي چې مسلکي لوبه پکې زده کړي، ځکه د دا ډول روزنځیو جوړېدل د افغان کرېکټ د لا پیاوړتیا لپاره مهم دي.

د کرېکټ لوبغاړی فطرت الله خاورې د افغان ملي کرېکټ وتلی ستوری راشد خان او مجیب الرحمان دوه هغه لوبغاړي بولي چې د ده په خبره، همدې شخصي اکاډمیو او کلبونو کې روزنې د کرېکټ ملي لوبډلې ته ورسول.

د هغه په خبره، څومره چې دا شخصي اکاډمۍ د افغانستان په مختلفو سیمو جوړېږي ښايي نور ډېر پټ کرېکټ استعدادونه مخې ته راشي او په ټوله نړۍ کې د افغانستان نوم روښان کړي.

افغانستان کې د کرېکټ په څېر اکاډمۍ یې هم نوې دي او ممکن د معیار له مخې ستونزې ولري، خو ډېری یې د خپلو امکاناتو له پلوه د سیمې هېوادونو له اکاډمیو سره سیالې بلل کېږي.

د افغانستان د کريکټ بورډ اداره، که کومه اکاډمۍ په معیاري توګه نه وي جوړه شوې او له اصولو سره سم فعاليت ونه کړي، یا یې ویشتنځي، د مڼدو ځای او روزونکي مسلکي نه وي، نو د فعالیت جواز نه ورکوي.

کرېکټ بورډ له دې اکاډمیو سره د روزونکو او په تخنیکي برخه په ځانګړې توګه د پیچ د خاورې، چې له بهر یې راوړي، همکاري کوي.

په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۰ شخصي اکاډمۍ له کريکټ بورډ ادارې سره ثبا شوې دي چې يوازې ۱۷ یې په کابل کې دي.

دغو اکاډمیو کې پر زرګونو لوبغاړو سربېرهد مسلګي روزونکو په ګډون سلګونو خلکو تهد کار او د کرېکټ اړوند توکو بازار غوړېدو ته لار برابره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو