د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په انټرکانټیننټال جام کې د لوبېدو لپاره تایلنډ ته ځي

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د فوټسال په سیالیو کې د دویم مقام ترلاسه کولو وروسته په نېږدې ورځو کې تایلینډ ته ځي، دغه سیالۍ په دوه ډلو کې د ټایلنډ، چک جمهوريت، سلیمان ټاپو، میانمار، موزامبیک او د افغانستان لوبډلې په موجودیت ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغه ټورنمنټ په دویم ګروپ کې د چک جمهوريت او موزامبیک لوبډلو سره یوځای ده. په لومړي ګروپ کې د ټایلنډ، سلیمان ټاپو او میانمار لوبډلې هم شته.

دغه سیالۍ به شپږ ورځې وروسته د اګسټ په اومه نېټه د دوشنبې په ورځ پیل شي او افغانستان به خپله لومړنی لوبه د چک جمهوریت پر وړاندې ترسره کړي. چک جمهوریت د فوټسال په وروستۍ نړۍ والۍ رده بندۍ کې یوویشتم او په اروپا کې څوارلسم ځای لري. همداراز افغانستان هم په نړۍ والې رده بندۍ کې شپږشپیتم او په اسیا کې څوارلسم ځای لري.

د دې سیالیو په لومړې ورځ به یوه بله سیالي د لومړي ګروپ د دوو لوبډلو تایلنډ او میانمار تر منځ وشي،دا دوه هغه لوبډلې دي چې د رده بندۍ له اړخه سره توپیر لري. ټایلنډ په نړۍ کې پنځویشتم او په اسیا کې درېیم ځای لري خو بله اسیایي لوبډله میانمار بیا په نړۍ کې څلور اتیایم او په اسیا کې شلم ځای لري.

دویمه سیالي د افغانستان او موزامبیک تر منځ د اګسټ په اتمه نېټه ترسره کیږي. موزامبیک د افریقا په وچه کې د فوټسال استازې لوبډله ده چې په نړۍ والې رده بندۍ کې څلور اویایم او افریقا کې پنځم ځای لري.

په هماغه ورځ د میانمار او سلیمان ټاپو لوبډلې هم سره لوبیږي. د سلیمان ټاپو ډله په دې ټورنمنټ کې د اقیانوسیه له ټاپو لوبیږي چې په نړۍ کې درې پنځوسم او په اقیانوسیه ټاپو کې لومړۍ درجه لري.

د دې ټورنمنټ دوه نورې سیالۍ به د اګسټ په نهمه نېټه ترسره شي چې موزامبیک به د چک جمهوریت او ټایلنډ به له سلیمان ټاپو لوبډلې سره لوبیږي. افغانستان په دې ورځ لوبه نه لري ځکه د ګروپي پړاو په اساس باید هره لوبډله دوه لوبې وکړي.

د یادونې ده افغانستان د اګسټ په اوومه او اتمه دوه پرله پسې لوبې لري. خو د چک او موزامبیک لوبډلې چې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې دي هره یوه ورځ وروسته لوبیږي چې دا کار پر پایلو اغېزه کولای شي.

هغه لوبډلې چې په ګروپونو کې لومړۍ او دویم ځای خپلوي، نیمه پایلوبې ته لار مومي او د دواړو ګروپونو درېیمې لوبډلې به د پنځم او شپږم مقام لپاره سیالي کوي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به له دې سیالیو وروسته د اسیا د فوټسال جام مقدماتي سیالیو ته لاړه شي.

نور خبرونه

رادیو