د افغانستان او پاکستان د کرېکټ لوبډلو تر منځ په سریلانکا کې درې یو ورځنۍ سیالۍ کېږي

AP ۱۴۰۲ زمری ۱۰

د افغانستان کرېکټ بورډپرون وویل، چی د روانې اګسټ میاشتې په ورستیو کې له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي.

دغه بورډ پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه سیالۍ به د سریلانکا په دوو بیلا بیلو لوبغالو کې د اګسټ په ۲۲مه، ۲۴ مه، او ۲۶ مه نیټه ترسره شي.

لومړنۍ دوه سیالۍ به د مهالویش له مخې په همبنټوټا او او ورستۍ سیالي به په کولمبو کي وشي.

د دغو سیالیو په اړه د کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف له قوله لیکل شوي، افغان لوبډله د پاکستان پروړاندې دغو سیالو ته بشپړ چمتوالی لري.

نوموړي ویلي « له اسیا جام او نړیوال جام مخکې افغان ټیم هغه لوبډله ده چې په اسیایي کنډیشن کې یې تر ټولو زیاتې لوبې کړې دي. لومړی یې سریلانکا سره په سریلانکا کې او بیا له بنګله دیش سره په بنګله دیش کې او اوس له پاکستان سره په سریلانکا کې لوبیږي، هیله لرم چې دغه لوبې به را روانو لویو لوبلړیو کې زموږ د لوبډلې په چمتوالي کې مهم رول ولوبوي.»

دا لوبلړۍ پر داسي مهال تر سره کیږي چې د روانې اګسټ میاشتې په ورستیو کې د اسیا جام سیالۍ هم پیلیدونکې دي.

خو تر دې مهاله د افغانستان او پاکستان تر منځ دې سیالیو ته لوبډلې نه دي اعلان شوې.

له دې وړاندې د روان کال په مارچ مياشت کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د دریو شل اوریزه سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۱ ماتې ورکړې وه.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه په خپلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نه ده کړې خو څلور ځله سره مخامخ شوي او څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د دوی وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې وه.

نور خبرونه

رادیو