طالبان: د افغان غرختونکي جسد له یوه کال وروسته کورنۍ ته وسپارل شو

AP ۱۴۰۲ زمری ۹

پاکستان کې د طالبانو سفارت د دوشنبې په ورځ وویل، د افغان غرختونکي علي اکبر سخي جسد یې د هغه کورنۍ ته وسپاره.

علي اکبر سخي د تېر کال سرطان میاشتې پر ۲۹ د پاکستان شمال ختیځ کې د نړۍ دویمې لوړې څوکې ته د ختلو پر مهال د زړه د حملې له امله مړ شو.

د نوموړي جسد د پاکستان حکومت پیدا کړی او اسلام اباد کې یې د افغانستان سفارت کې طالبانو ته سپارلی دی.

علي اکبر لومړنی افغان و چې دغې څوکې ته د ختلو هڅه یې وکړه، خو د زړه د حملې له امله په "کي دوه" غره کې مړ شو.

دا غر د سمندر له سطحې د ۸۶۱۱ متره لوړوالي سره له ایورېسټ څوکې وروسته دویم جګ غر دی.

د علي اکبر سخي ورور رشاد د نوموړي له مرګ وروسته افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو: "هغه غوښتل د افغانستان بیرغ په کي دوه څوکه کې پورته کړي."

خو له دې غره د نوموړي د جسد کوزولو هڅې بې ګټې وې.

علي اکبر سخي د "هایک او وینچر "په نوم د هغه نهه کسیز غرختونکي ټیم مشر و، چې د افغانستان شمال ختیځ کې نوشاخ څوکې ته وختل.

نور خبرونه

رادیو