د تاجکستان ولسمشر د دغه هیواد لپاره د دفاع نوی وزیر وټاکه

۵ ساعتونه مخکې

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دغه هیواد لپاره علي صابرزاده د نوي دفاع وزیر په توګه وټاکه.
د امام علي رحمان د حکم له مخې د تاجکستان د دفاع پخوانی وزیر، شیرعلي میرزا د دغه هیواد د دولتي رازونو د ساتنې د ادارې مشر وټاکل شو.

شیرعلي میرزا یوولس کاله د تاجکستان د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د تاجکستان ولسمشر داسې مهال د دغه هیواد لپاره د دفاع نوی وزير ټاکلی، چې د دغه هیواد چارواکو له افغانستان سره پر پوله تر وړاندې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ور اوښتو له امله اندېښنې څرګندې کړې وې.
د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې څلورمه) د تاجکستان د ولسمشر په ټیلیګرام چینل کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، عبدالقادر سعیدزاده د دغه هیواد د دفاع وزیر د لومړي مرستیال په توګه هم ټاکل شوی دی.
د تاجکستان د ولسمشرۍ ویب پاڼې راپور ورکړی چې امام علي رحمان د سترې محکمې، د کار وزارت او د دغه هیواد په څو نورو ادارو کې هم نوي کسان ټاکلي دي.
همدارنګه، د تاجکستان حکومت د یو شمیر وزارتونو او د حکومت تر واک لاندې کمېټو مشران د تقاعد عمر ته د رسیدو له امله له خپلو دندو ګوښه شول.
امام علي رحمان ټینګار کړی چې نوي اشخاص باید په ټولنه کې د عدالت او د د قانون پلی کېدو ته جدي پاملرنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو