د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ په شوي اوربند باوري نه دی.
هغه وایي، د دغه اوربند پر بشپړ پلې کېدو باوري نه دی.
نوموړي دغه څرګندونې د خپلې ولسمشریزې دویمې دورې په لومړۍ ورځ په خپل کاري دفتر کې کړې دي.
ښاغلي ټرمپ تېر ماښام د خپلې ولسمشریزې دویمې دورې د لوړې مراسم ترسره کړل.