د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هیله څرګنده کړې چې سعودي عربستان به هم د ابراهیم تړون برخه شي او د اسراییل سره به یې اړیکې هم بېرته ورغوي.
ابراهیم تړون د اسراییل او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړولو په تړاو یو تړون دی.
د ولسمشرۍ تر لوړې وروسته ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبرې وکړې او هیله مندي یې وښوده چې سعودي عربستان به د عربي هېوادنو په پای کې د ابراهیم له تړون سره یو ځای شي. هغه زیاته کړې هڅه کوي چې سعودي عربستان له اسراییل سره خپلې اړیکې بېرته عادي کړي.
د دوشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په خپلې پرانیستونکي وینا کې یې یادونه وکړه چې امریکا د پرمختګ پړاو پیل کړ. هغه وویل چې د ده په دغه دوره کې به امریکا د نړۍ په لومړي ځای کې وي او ډېر ژر به خپل هېواد تر بل هر وخته ځواکمن او بریالی کړي.
ټرمپ څرګنده کړه چې غواړي امریکا په هره برخه کې له ازادۍ او ځانګړي ځواک څخه برخمنه کړي. د هغه په خبره په تېرو اتو کلونو کې یې داسې ستونزې تجربه کړي چې په متحده ایالاتو کې ورسره هېڅوک نه دي مخ شوي.
هغه وویل: «زه به امریکا پراخه کړم، نن د امریکا د خلکو لپاره د ازادۍ ورځ ده. زه د تور پوستو او لاتینې امریکا څخه ځانګړې مننه کوم او د هغوی ستونزې مې واوریدې. نن د مارټېن لوټر کېنک ورځ ده او په همدې مناسبت به زه د دوی لپاره لا ډېر کار وکړم».
ټرمپ په بېلابېلو فرمانونو کې له نړۍ سره د پراخو اړیکو په رامنځته کولو ټینګار کړی او همدا راز یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې د بندیدو لپاره هم د اقداماتو خبره کړې ده.
هغه د بېلابېلو هېوادونو تر څنګ د منځني ختیځ لپاره هم ځانګړی استازی وګوماره او اټکل کېږي چې یو شمېر ډېپلوماتان به هم له دندو ګوښه کړي او پر ځای به یې نوي کسان وګوماري.