مارکو روبیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو

۲ ورځې مخکې

مارکو روبیو چې د ترهګریز سازمان په توګه د طالبانو د پېژندلو پلوی دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو.

د امریکا کانګرس د فلوریډا سناټور مارکو روبیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تایید کړ.
دا په داسې حال کې ده، یاد وزیر د ترهګریز سازمان په توګه د طالبانو د پېژندلو غوښتونکی وو.
نوموړی په داسې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل کېږي، چې د دوشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.
د ولسمشر ټرمپ د لېږد ټیم له یو شمېر لوړپوړو ډیپلوماتانو غوښتنه کړې، چې له خپلو دندو استعفاوې وکړي.
دوو امریکايي چارواکو رویټرز ته وویل، چې د منتخب ولسمشر د بهرني سیاست جوړولو او د ډیپلوماټیکې ادارې د بڼې بدلولو لپاره ګړندي ګامونه اخیستل کېږي.
په هغو کسانو کې چې د ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې له دندو ګوښه شوي، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو سرپرست مرستیال جان باس شامل دی، چې له اسیا څخه تر اروپا او منځني ختیځ پورې د سیاست څارنه یې کوله.
د راپورونو له مخې، د ټرمپ د انتقال ټیم هڅه کوي چې په فډرالي حکومت کې د ټرمپ له اجنډا سره سم پرسونل ځای پر ځای کړي.
ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د «ژور دولت» پر وړاندې به ګامونه پورته کړي اوهغه دولتي مامورین چې له ده سره په نظر کې همغږي نه وي، له دندو به لرې شي.

رادیو