د تحریر الشام وسلهوالې ډلې مشر احمد الشرع چې د سوریې د پخواني مشر بشار الاسد حکومت یې نسکور کړ، ټرمپ ته د سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو مبارکي ورکړې ده.
الشرع چې د ابو محمد الجولاني په نوم هم پېژندل کېږي، په یوه بیان کې وویل: «تېرې لسیزې سوریې ته خورا لوی مصیبت راوړی دی، شخړې زموږ ملت ویجاړ کړ او سیمه یې بې ثباته کړې ده. موږ ډاډه یو چې ټرمپ هغه مشر دی چې منځني ختیځ ته سوله او په سیمه کې ټیکاو راولي.»
هغه زیاته کړې: «موږ د خبرو اترو او تفاهم له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ښه کولو ته سترګې په لار یو.»