د امریکا د ۱۸ ایالتونو لویو څارنوالانو په یوه ګډ شکایت کې په متحده ایالاتو کې د زېږون پر اساس د تابعیت د حقونو د لغوه کولو په اړه د ټرمپ د فرمان د لغوې غوښتنه وکړه.
دغو څارنوالانو چې ټول ډېموکراټان دي، په خپلو شکایتونو کې ویلي چې د ټرمپ دا پرېکړه د دغه هېواد د تابعیت د قوانینو په اړه د امریکا د اساسي قانون له ۱۴مې ضمیمې څخه سرغړونه ده.
ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د کار له پیلېدو وروسته یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې فډرالي حکومت موظف دی، چې د هغو نویو زېږیدلو ماشومانو لپاره چې میندې یې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې ژوند کوي پاسپورتونه، د تابعیت سندونه او نور اسناد ورنه کړي.