ټرمپ وايي د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره به ژر له پوتين سره وويني

پرون

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې خبریالانو ته وويل، چې ژر به له خپل روسيي سيال ولاديمير پوتين سره وويني ترڅو د اوکراین جګړې د پای ته رسولو هڅه وکړي.

ټرمپ د لومړي ځل لپاره له پوتین وغوښتل، چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې «تړون» ومومي.

د امریکا ولسمشر په خپل کاري دفتر کې خبریالانو ته وویل: «زه باور لرم چې پوتین د حل لارې په نه موندلو سره روسیه ویجاړوي.»

ښاغلي ټرمپ دا هم زیاته کړه، چې روسیه د اقتصادي بحران او انفلاسیون په څیر له لویو ستونزو سره مخ ده او هغه جګړه، چې ټاکل شوې وه یوازې یوه اونۍ دوام وکړي اوس يې درې کاله دوام وکړ.

ټرمپ همدارنګه ټینګار وکړ، چې له پوتین سره ښې اړیکې لري او هیله لري، چې هغه به د سولې تړون ته لیواتیا ولري.

له بلې خوا ولادیمیر پوتین، ډونالډ ټرمپ ته د ولسمشر په توګه د هغه د ټاکل کیدو په مبارکۍ کې اعلان وکړ، چې هغه له اوکراین سره د «دوامداره سولې» د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

ټرمپ چې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یې په وار وار اوکراین ته د امریکا د مالي او پوځي مرستو په اړه اعتراض کړی، د دې جګړې د پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار کوي.

رادیو