نانسي پلوسي (د جنورۍ د شپږمې) د تورنو د بښنې په اړه د ټرمپ فرمان وغانده

پرون

د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي د ولسمشر ټرمپ پر هغه فرمان نیوکه وکړه، چې له مخې یې د ۲۰۲۱ کال (د جنورۍ د ۶مې) په پېښه کې تر ۱۰۰۰ څخه زیاتو تورنو کسانو ته بښنه وکړه.

نووړې د ټرمپ دغه پرېکړه «شرمونکې» وبلله.
هغې پر اېکس پاڼه لیکلي: «د ولسمشر کړنې زموږ د قضايي سیسټم او هغو اتلانو ته یو ستر سپکاوی دی، چې د پلازمینې، کانګرس او اساسي قانون د ساتنې په وخت کې ټپیان شوي وو.»
ټرمپ د لوړې مراسمو وروسته د شاوخوا هغو ۱۵۰۰ تورنو کسانو بښنه لاسلیک کړه، چې د متحده ایالاتو په پلازمېنه کې د بلوا په جرمونو تورن شوي وو.

رادیو