د روغتیا نړیوال سازمان د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پریکړې په اړه خواشیني څرګنده کړه، چې متحده ایالات له دې سازمان وباسي.
دغه سازمان له واشنګټن وغوښتل چې پر خپله پرېکړه له سره غور او په دې مسله کې له دې سازمان سره رغنده خبرې وکړي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وبا او نورو روغتیايي بحرانونو په سم مدیریت کې پاتې راغلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د سلواغې په دویمه، د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته ځواب ورکړ او ویې ویل چې دا سازمان د امریکایی اتباعو په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو د روغتیا او خوندیتوب په ساتنه کې مهم رول لوبوي.
دې سازمان د خپل بنسټګر غړي په توګه د متحده ایالاتو رول ته په اشاره زیاته یې کړه: «د اوو لسیزو زیات، د روغتیا نړیوال سازمان او متحده ایالاتو بې شمیره ژوندونه ژغورلي او د متحده ایالاتو او د نړۍ شاوخوا نورو هېوادونو خلک یې له روغتیايي ګواښونو ژغورلي دي.»
د روغتیا نړیوال سازمان هم ټینګار کړی، چې په تیرو اوو کلونو کې، د متحده ایالاتو او نورو غړو هیوادونو په ګډون سره، دوی په خپل تاریخ کې ترټولو لوی اصلاحات پلي کړي دي.
د سازمان په خبرپآنه کې ویل شوي: "موږ هیله لرو چې متحده ایالات به په خپله پریکړه بیا غور وکړي او د متحده ایالاتو او نړیوال روغتیا سازمان ترمنځ د ملګرتیا د ساتلو او د ملیونونو خلکو روغتیا او هوساینې ته د ګټې رسولو لپاره د رغنده خبرو اترو په تمه وي."