ډونالډ ټرمپ: د امریکا طلايي دور له همدې شېبې پیلېږي

۲ ورځې مخکې

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل، چې د امریکا طلايي دور له همدې شیبې پیلیږي.

ټرمپ وویل، چې امریکا به بېرته وغوړيږي او له امریکا به څوک سوء استفاده ونه کړي.

هغه وویل چې امریکا به یې لومړیتوب وي، د امریکا امنیت او عدالت به تامین شي او له قوه قضایې به ناوړه ګټه اخستنه پای ته ورسیږي.

هغه وویل، چې لومړیتوب یې د امریکا ازادي او سمورتیا ده.

ټرمپ وویل، چې امریکا به ډېره زر ودانه او لویه شي او د نړۍ په بدو شرایطو کې به په ښه ډول ګټه واخلي.

ترمپ وايي، چې دی په داسې حال کې کار پیلوي، چې د مشرانو د بې کفایتۍ له امله یې یاده بحران مدیریت نه کړای شوای.

هغه وویل، چې دولت خپل خلک نه شي تقویه کولای، په داسې حال کې چې پولې یې نورو خلکو ته پرانستې دي. هغه وویل، چې د شمالي کارولینا او لاس انجلس له خلکو سره دې وروستیو کې بد وضعیت شوی او نورو سیمو کې هم خلک له ناورینونو کړیږي.

رادیو