پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته وویل؛ هیله لري چې د امریکا نوې اداره د امريکايانو لپاره لا زيات پرمختګ او سوکالي راولي.
نوموړي په خپل اېکس کې د ټرمپ د دندې مبارکي ورکړه او ویې ویل: «د امریکا د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو مبارکي وړاندې کوم او هیله لرم، چې د امریکا نوې اداره د امريکايان لپاره لا زيات پرمختګ او سوکالي راولي.»
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ) نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوړې مراسم پرځای کړل.
ټرمپ د لوړې په مراسمو کې اعلان وکړ، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ جوړ کړي؛ داسې پوځ چې نړۍ تر دې دمه ساری یې نه دی لیدلی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د هغه د واکمنۍ پر مهال د جګړو پای ته رسولو او په نورو جګړو کې له ښکېلتیا څخه د ډډې کولو له لارې په نړۍوال ډګر کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي.