نرېندرا مودي: له ډونالډ ټرمپ سره له نږدې د ګډ کار تمه لرم

۲ ورځې مخکې

د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا موډي د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مبارکې ورکړې او هیله یې څرګنده کړې، چې د هند او امریکا د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره به په ګډه کار وکړي.

ندرېند مودي په خپله ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «زما ګران ملګري ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توګه د تاریخي لوړې په مراسمو کې مبارکي وایم! زه یو ځل بیا له نږدې ور سره کار کولو ته سترګې په لار یم، چې زموږ دواړو هیوادونو ته ګټه ورسیږي او د نړۍ لپاره یو ښه راتلونکی جوړ شي. د بریالۍ راتلونکې لپاره نیکې هیلې!»

څو شېبې وړاندې ډونالډ ټرمپ دمتحده ایالاتود۵۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

نوموړي د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل، چې د امریکا طلايي دور له همدې شیبې پیلیږي.

ډونالډ ټرمپ وویل، چې امریکا به بېرته وغوړيږي او له دغه هیواد به څوک ناوه استفاده ونه کړي.

رادیو