داودزی: د ټرمپ د لوړې مراسم چې مې ولیدل د افغانستان د ولسمشر د لوړې مراسم مې په یاد شول

۲ ورځې مخکې

د پاکستان لپاره د افغانستان د وروستي جمهوري دولت پخوانی استازی عمر داودزی وايي چې د ټرمپ د لوړې د مراسمو په لیدو یې د افغانستان د جمهوریت د ولسمشر د لوړې مراسم په یاد شول چې یو ولسمشر بل منتخب ولسمشر ته هر کلی وایه.

عمر داودزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې لا هم هیله مندي لري چې یوه ورځ به په افغانستان کې یو منتخب ولسمشر بل ته خپله دنده پرېږدي.

د نوموړي په خبره چې امریکا پر طالبانو د فشار راوړلو ډېرې لارې چارې لري چې په نېږدې وخت کې به شروع شي.

هغه زیاته کړه: "د ملا هبت الله دا خبرې چې که څوک راباندې اټوم هم واچوي تعامل نه کوم او یا نور څه دا شعارونه دي، نو که چېرې نه ډارېږې ولې پټ یې؟"

د داودزي په خبره چې ملا هبت الله ډار لري نو ځکه پټ دی.

رادیو