ټرمپ پخواني ډیپلوماټان ګوښه کوي؛ جان باس له خپلې دندې استعفا کړې ده

۲ ورځې مخکې

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لېږد ټیم له یو شمېر لوړپوړو ډیپلوماتانو غوښتنه کړې چې له خپلو دندو استعفاوې وکړي.

دوو امریکايي چارواکو رویټرز ته وویل، چې د راتلونکي ولسمشر د بهرني سیاست جوړولو او د دیپلوماټیکې ادارې د بڼې بدلولو لپاره ګړندي ګامونه اخیستل کیږي.

په هغو کسانو کې، چې د ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې له دندو ګوښه شوي، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو سرپرست مرستیال جان باس شامل دی، چې له اسیا څخه تر اروپا او منځني ختیز پورې د سیاست څارنه یې کوله.

جان باس له ۲۰۱۷ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پورې افغانستان کې د امریکا سفیر و.

د یوې سرچینې په وینا، له ټولو مرستیالانو او د مرستیال وزیر په کچه چارواکو نه، چې د بهرنیو چارو وزیر لاندې دوه لوړې کچې جوړوي، له خپلو دندو د استعفا کولو غوښتنه شوې ده.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ د انتقال ټیم هڅه کوي په فدرالي حکومت کې د ټرمپ له اجنډا سره سم پرسونل ځای پر ځای کړي.

ټرمپ ژمنه کړې چې د «ژور دولت» پر وړاندې به ګامونه پورته کړي اوهغه دولتي مامورین چې له ده سره په نظر کې همغږي نه وي، له دندو به لرې شي.

رادیو