د اسټرالیا لومړی وزیر: له ټرمپ سره د فرصتونو او ننګونو په اړه ګډ کار ته سترګې په لار یم

۲ ورځې مخکې

د اسټرالیا لومړی وزیر انټوني البانیز د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دې، چې د راتلونکو فرصتونو او ننګونو په اړه کډ کار کولو ته سترګې په لار دی.

د متحده ایالاتو د ۴۷ ولسمشر په توګه ټرمپ څو شېبې وړاندې لوړه وکړه.
انټوني البانیز د لوړې له مراسمو وروسته په خپل اېکس لیکلي: «د متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د نوې دورې د پیل مبارکي وایم. متحده ایالات د اسټرالیا یو ښه ملګری دی. زمونږ اتحاد هېڅکله دومره پیاوړی نه دی. زه ستاسو سره د راتلونکو فرصتونو او ننګونو په اړه کار کولو ته سترګې په لار یم».
اسټرالیا او امریکا دوه هغه هېوادونه دي، چې نږدې سټراټیژیکې اړیکې لري.
دغو دواړو هېوادونو په ۲۰۲۱ کې د برېتانیا په ګډون شریک امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې موخه یې د هند په ارام سنمدر کې د چین د اغېزو کمول دي.
د دې تړون له مخې به اسټرالیا په لومړي ځل اجازه ولري، چې په هستوي وسلو سمبال اوبتلونه تولید کړي او د دې چارې لپاره به امریکا ټکنالوژي ورکوي.

رادیو