د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ولسمشر په توکه مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې له ټرمپ سره د پاکستان او امریکا د دوامداره ملګرتیا پیاوړي کولو په موخه ګډ کار ته سترګې په لاره دی.
ډونالډ ترمپ څو شېبې وړاندې د متحده ایالاتو د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
د لوړې له مراسمو وروسته شهباز شریف په خپل اېکس کې لیکلي: «ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د متحده ایالاتو د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه د دندې د پیل له امله مبارکۍ وړاندې کوم. زه له هغه سره د پاکستان او امریکا د دوامداره ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره د کار کولو ته سترګې په لاره یم».
د پاکستان لومړي وزیر لیکلي، چې له امریکا سره په شریکه د اوږدې مودې لپاره په سیمه او خپل هېواد کې د خلکو د سوکالۍ لپاره د ګډ کار تجربه لري، چې په راتلونکي کې به هم دوام وکړي.
یاده دې وي، چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته په وینا کې په سیمه، نړۍ او امریکا کې په خپلو لومړيتوبو وغږېد.
نوموړي په نړۍ کې د روانو جګړو په اړه وویل: چې جګړې به پای ته ورسوي او جګړې ځپلې نړۍ ته به یوه نوې روحیه را وګرځوي.