بایډن او ټرمپ د امریکا کانګرس ته ننوتل

۲ ورځې مخکې

په سپینه ماڼۍ کې له یوې وړې ناستې وروسته جو بایډن او ټرمپ په یوه لیموزین کې د امریکا کیپیټل ته لاړل چې د منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.


د امریکا بیرغونه، چې د پخواني ولسمشر جیمي کارټر پر مړینه پر کیپیټل ودانۍ نیم ځوړند شوي وو، د ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې بېرته پورته شوي دي.

دا د ۴۰ کلونو په موده کې لومړی ځل دی چې د ولسمشر د لوړې مراسم د سړې هوا له امله په بند ځای کې ترسره کېږي.

ټرمپ د خپلې دورې په لومړۍ ورځ د ګڼو اجرایوي فرمانونو د لاسلیکولو ژمنه کړې، چې په کډوالۍ، انرژۍ او مالیاتو پورې اړوند دي. د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ټرمپ وویل چې هغه به په خپله لومړۍ ورځ پر کډوالۍ سخت محدودیتونه وضع کړي.

رادیو