د پانامې کانال په تړاو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د پانامې د ولسمشر غبرګون

۲ ورځې مخکې

د پانامې ولسمشر د پانامې د کانال په اړه د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون وویل، چې د پانامې کانال به همداراز پانامه پاتې شي.

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته ویناوو کې د پانامه کانال د بېرته راګرځولو یادونه وکړه.
نوموړي وویل، چې دغه کانال ته چین تللی او دوی دا چین ته نه دی ورکړی.
د پانامې ولسمشر د ټرمپ د دغو ویناوو په غبرګون په خپل اېکس کې ولیکل: «د پانامې کانال به همداراز پانامه پاتې شي.»
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ) نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوړې مراسم پرځای کړل.
نوموړي په ۳۵ کلمو کې د لوړې متن تکرار کړ او په دې توګه د امریکا ۴۷م ولسمشر شو.

رادیو