ټرمپ به د خپلې لوړې له مراسمو وروسته ۱۱ اجراییوي فرمانونه لاسلیکوي، چې د پولو کنټرول او په پولو کې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول هم پکې شامل دي.
د نوې امریکا حکومت یوه چارواکي اعلان وکړ چې ټرمپ غواړي په پولو کې ملي بېړنی حالت اعلان کړي.
هغه زیاته کړه چې ټرمپ به د "نیولو او خوشې کولو" پالیسي پای ته ورسوي، جنایي ډلې به د تروریستي سازمانونو په توګه وپېژني او "په مکسیکو کې پاتې کېدو" پالیسي به بیا فعاله کړي.
هغه وویل: "ټرمپ غواړي د زیږون پر بنسټ تابعیت پای ته ورسوي او د پناه غوښتنې حق ختم کړي او پولې به د غیر قانوني کډوالو لپاره وتړي."
له لومړنیو اجراییوي فرمانونو څخه چې ټرمپ به یې نن د ولسمشر په توګه لاسلیک کړي، یو د "حکومت د موثریت وزارت" جوړول وي.