ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل، چې ټول پوځي پرسونل چې له پوځ نه په ناعادلانه ډول د کووید ۱۹ واکسین نه لګولو له امله اېستل شوي، بېرته به یې پوځ ته راوګرځوي.
ټرمپ وویل چې امریکایي سرتیري باید یوازې د امریکا ددښمنانو د ماتولو په لټه کې وي.
هغه وویل، چې د ۲۰۱۷ کال په څېر به بېرته د امریکا ځواکمن پوځ ورغوي او د نورو جګړو ته به داخل نه شي.
ټرمپ وویل، « زه غواړم داسې میراث پریږدم چې د سولې او یووالي د نمونې په توګه مې یادونه وشي. امریکا بیا خپل ځای ته ګرځي، ټوله نړۍ به یې ستايي، د مکسیکو خلیج نوم به د امریکا په خلیج واړوم».
هغهد پانامه کانال د بېرته راګرځولو یادونه هم وکړه. هغه وویل، چې دغه کانال ته چین تللی او دوی دا چین ته نه دی ورکړی.
ټرمپ وویل، چې دا باید یوځل بیا وښیو، چې امریکا د نړۍ متمدن هېواد دی.
هغه ویل، چې د امریکا متحدو ایالتونو بیرغونه به پر مریخ ورپوي.