د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هغه هېواد د ولسمشر په توګه د دندې د پیولو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې د امریکا او برېتانیا ځانګړې اړیکې به دوام پیدا کړي.
کېیر سټارمر په خپل اېکس کې لیکلي: «د انګلستان په استازیتوب زه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه د لوړې په مراسمو کې خپه مبارکي وایم. د انګلستان او متحده ایالاتو ترمنځ ځانګړې اړیکې به د راتلونکو کلونو لپاره دوام ومومي».
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ) نېټه د متحده ایالاتو د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
نوموړي د لوړې له مراسمو وروسته په وینا کې د امریکا او د نړۍ لپاره د خپل حکومت د لومړیتوبو په اړه وغږېده.