د ټرمپ د لوړې مراسم پایته ورسېدل

۲ ورځې مخکې

د امریکا د نوي متنخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم پایته ورسېدل.

ټاکل شوې وه، چې د کربلا د اسلامي تعلیمي مرکز مشر امام هشام الحسیني د خپلو یهودي او مسیحي سیالانو ترڅنګ یو ځای دعا وکړي، خو هغه وروستۍ دعا و نه کړه.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ) نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوړې مراسم پرځای کړل.
نوموړي په ۳۵ کلمو کې د لوړې متن تکرار کړ او په دې توګه د امریکا ۴۷م ولسمشر شو.
ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې وویل، چې د امریکا طلايي دور له همدې شېبې پیلېږي.
ټرمپ وویل، چې امریکا به بېرته وغوړېږي او له امریکا به څوک سوء استفاده ونه کړي.
ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې همداراز وویل، چې ټول پوځي پرسونل چې له پوځ نه په ناعادلانه ډول د کوویډ ۱۹ واکسین د نه لګولو له امله اېستل شوي و، بېرته به یې پوځ ته راوګرځوي.
ټرمپ وویل چې امریکایي سرتیري باید یوازې د امریکا د دوښمنانو د ماتولو په لټه کې وي.
هغه وویل، چې د ۲۰۱۷ کال په څېر به بېرته د امریکا ځواکمن پوځ ورغوي او د نورو جګړو ته به داخل نه شي.

رادیو